Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په ګمرکونو کې د درملو او خوړو د کتلو لپاره د لابراتوارونو طرحې جوړول

د خوړو او درملو ملي اداره وايي، د هېواد په ګمرکونو کې یې د درملو او خوړو د کتلو په موخه د لابراتوارونو د جوړولو طرحه چمتو کړې ده.

د دې ادارې مشر په یوې خبري غونډه کې زیاته کړه، که د خوړو او درملو ملي ادارې ته لازمه بودجه ورکړل شي، په ګمرکونو کې به د درملو اته لابراتوارونه جوړ شي.

عبدالباري عمر وايي: «د لابراتوارونو د نوي ایجاد لپاره موږ یو فیصده بودجه هم نه‌لرو، حتا د یو شمېر خریدارۍ لپاره موږ بودجه نه‌لرو، موږ کوشش کړی یو تاجر ته مو زارۍ او عذر کړی یو موټر ده خریداري کړی، موتر سایکل هغه خریداري کړی. یو ماشین یو کس خریداري کړی او لابراتوار یو بل کس خریداري کړی. په دې شکل مو دغه کار تر دې ځایه رارسولی دی.»

د درملو او خوړو د ملي ادارې رییس وایي، په نړۍ کې د درملو بیو د لوړېدو له امله یې د هېواد په بازارونو کې هم بیې لوړې شوې دي.

د درملو او خوړو د ملي ادارې رییس زیاتوي، دغه اداره په هېواد کې د درملو او خوراکي توکو د کيفيت لوړولو ته ډېره پاملرنه کوي او اوس‌مهال د هېواد په سلو کې نوي سلنه درمل په قانوني ډول واردېږي.

د هغه په خبره، په نړۍ کې د درملو بیو د لوړېدو له امله یې د هېواد په بازارونو کې هم بیې لوړې شوې دي.

ښاغلی عبدالباري عمر وايي: «د دارو د بیو د لوړېدو یو علت دا دی چې په نړیوال بازار کې اوومه مواد په لوړه کچه ګران شوي، دغه درمل چې دلته ګران شوي، په هندوستان، پاکستان، ترکیې او چین کې هم ګران شوي، همدومره په ایران او اروپايي هېوادونو هم ګرانه شوي دي.»

د چارو ادارې مرستیال سیف الدین طیب وايي: «د اسلامي امارت مسوولان هم په‌دې پوهېږي چې که اقتصادي وضعیت یو څه ښه شي؛ نو ان‌شا‌ءالله دا اداره به وکولای شي له هېوادونو په ځانګړې توګه له ګاونډیو هېوادونو سره سیالي وکړي او خپل فعالیتونه پراخ کړي.»

له بلې خوا، د فارمسستانو د سراسري ټولنې مرستیال له اسلامي امارته غواړي چې د فارمسستانو لپاره لازیاتې کاري زمینې برابرې کړي.

د فارمسستانو د سراسري ټولنې مرستیال خلیل الرحمان مومند وايي: «موږ په افغانستان کې داسې درمل جوړونکي لرو چې په افغانستان کې ځانګړی مقام لري او هغوی نه یوازې د درملو او خوراکي توکو په ریاست کې؛ بلکې د عامې روغتیا وزارت اړوند په نورو مسلکي څانګو کې هم په دندو وګمارل شي.»

د درملو او خوړو ادارې مسوولان وايي، هر کال د شپږ سوه میلیون ډالرو په ارزښت درمل هېواد ته واردېږي چې ډېری دا درمل له بنګلادېش، ایران، هند، پاکستان او ترکیې څخه واردېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه