Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

روغتیا وزارت: د تېر کال پرتله د میندو مړینه کمه شوې

تېره ورځ (یکشنبې، د وږي په ۱۹مه) په کابل کې د نږدې ۳۰۰ مېلیونه افغانیو په ارزښت د مور او ماشوم روغتون پرانیستل شو.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست په دې پرانیستغونډه کې وايي، که څه هم په افغانستان کې تر بل هر هېوادونه د مور او ماشوم مړینه ډېره ده او تېر کال دغه کچه له ۵۰۰ تنو ډېره وه، خو په ۲۰۲۳ زیږدېز کال کې د مور او ماشوم مړینه څه باندې ۲۵۰ ته راټیټه شوې ده.

قلندر عباد زیاتوي، د هېواد په روغتیايي سکټور کې ښځینه متخصیصو ډاکټرانو او نرسانو ته جدي اړتیا ده او په دغه سکټور کې اسلامي امارت ښه زمینه برابره کړې ده.

ښاغلي عباد وویل:«د مور او ماشوم په نوم په کلینیکونو کې د خدمتونو په ښه توګه وړاندې کول او ناروغانو ته په وخت سره رسېدنه د دې سبب شوې، چې نن په هېواد کې د مور او ماشوم د مړینې کچه ۲۵۶ ته راښکته شوې ده.»

ورته مهال د بیات بنسټ مشر وايي، د مور او ماشوم سل بستریز روغتون يې د کابل په اندراګاندي روغتون کې په دوه کلونو کې په معیاري ډول جوړ کړی دی.

د بیات بنسټ مشر احسان الله بیات وايي:«د دې روغتون پرانیستل به مرسته وکړي، چې د مور او ماشوم د مړینې کچه نوره هم راټیټه شي او په دې برخه کې د خلکو شته ستونزو ته به رسېدنه وشي.»

بل خوا د ریاست الوزرا اداري مرستیال له نړۍوالې ټولنې غواړي، چې په افغانستان کې د پراختیايي پروژو د تطبیق مخنیوی ونه کړي.

 مولوی عبدالسلام حنفي وايي، په هېواد کې ټول باید قانون رعایت کړي:«د هېوادونو اخلاقي مسوولیت دی، چې په هېواد کې د پراختیايي پروژو موانع ونه ګرځي ترڅو د پروژو په تطبیق سره ځوانانو ته د کار زمینه برابره شي او له هغو هېوادوالو چې له هېواده بهر دي غوښتنه کوو چې خپل هېواد ته راستانه شي او د خپل هېواد په ابادولو کې برخه واخلي.»

د عامې روغتیا وزارت د اطلاعاتو پر بنسټ، د اسلامي امارت له بیا واک ته رسېدو راهیسې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۳۰۰ کلینیکونه جوړ کړي او پلان لري چې د روان کال په لړ کې د هېواد په ۳۰۰ ولسوالیو کې هم نوي کلینیکونه رامنځته کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه