Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مور او ماشوم لپاره د فرانسې طبي انسټېټیوټ نړۍوال علمي کنفرانس ترسره شو

په کابل کې د فرانسویانو په روغتون کې د میندو او ماشومانو لپاره د فرانسې د طبي انسټیټیټوټ دیارلسمه نړۍواله علمي غونډه جوړه شوه.

د دغه روغتون مسوولین وايي، دغې غونډې ته ۱۰۰ ملي او نړۍوالې څېړنې وړاندې شوې دي.

د مور و ماشوم لپاره د فرانسې طبي انسټیټیوټ رییس، عزیز احمد جان و ویل: « د اف، ام، آی، سي موخه دا ده چې، څنګه کولی شو په افغانستان کې زده کړو او له یو بل سره خپلې لاسته راوړنې شریکې کړو. موږ کولی شو د نورو هېوادونو له بېلابېلو ساینسي مالوماتو هم ګټه واخلو. هغه څه چې، ډاکټر ذوالفقار بوټو له موږ سره شریک کړل پکې ډېر مالومات وو؛ کله چې، د کلینیکي څارنې په څانګه کې وي، نو موږ پر یو بل تکیه یو.»
 
د اف ام آی د تشخصیه او خدمتونو د کیفیت رییس، عبدالتواب بریالي و ویل: «موږ سر سل څېړنې شریکې شوي دي، چې له ډلې یې ۴۹ څیړنې موږ په شفاهي توګه وړاندې کوو او ۵۰ دانې یې د پوسټر په بڼه لګول شوي دي.»

ځینو ډاکټرانو چې، خپلې څېړنې یې د دغې غونډې له ګډونوالو سره شریکې کړي د یادو څېړونو خپرول د روغتیايي سکټور د پرمختګ لپاره ګټور ګڼي.

ډاکټر او څېړونکي، سید مرتضی اوفیانی و ویل: «هغه موندنې او د کړنلارې چې دلته معرفي شوې د ولایتونو ډاکټران هم ترې ګټه اخیستلی شي.»
بل ډاکټر او څېړونکي، روح الله حارث څرګنده کړه: «روغتیا وزارت باید هڅه وکړي چې دا ډول غونډې او سیمیانورونه زیات کړي او دوامداره یې کړي ترڅو د ډاکټرانو ظرفیت لوړونې سره مرسته وکړي.»

عامې روغتیا وزارت هم په هېواد کې د معیاري روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخو کې د څېړنو ترسره کول ګټور ګڼي او په خبره یې چې هڅې کوي چې د یادو څېړنو خپرولو ته زمینه برابره کړي.

د روغتیا وزارت ویاند، شرافت زمان امرخیل طلوع نیوز ته و ویل: «دا به یو څه وخت ونیسي چې موږ د دوی لپاره یو منظم ژورنال جوړ کړو او په نړۍوالو ژورنالونو کې هم ورته زمینه سازي وکړو. زموږ پلان هم دا دی چې دا ډول څیړنې په ټول افغانستان کې عام کړو.»

تر دې مخکې د فرانسویانو روغتون مسوولینو ویلي چې، د هېواد د روغتیايي سکټور د ظرفیت د لوړونې لپاره یوه تګلاره په پام کې لري؛ څو ورسره په راتلونکې کې قابله ګانو لپاره د تخصصي زده کړو زمینه برابره شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه