Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له پاکستانه د ایستل شویو کډوالو په منځ کې د ساري ناروغیو له خپرېدو اندېښنې

ځينې ډاکټران له پاکستانه د تازه ایستل شویو کډوالو په منځ کې د ساري ناروغیو له خپرېدو خبر ورکوي.

ځينې دغه ډاکټران وايي چې ډېری دغه ناروغان د پوستکي ساري ناروغي لري چې له دې مخکې په هېواد کې د هغې خپرېدل نادر وو.

عاقله د لسګونه ناروغانو له ډلې هغه مور ده چې تازه له پاکستانه را ایستل شوې. هغه د دې سربېره چې هېواد ته د راستنېدو پر مهال د لوړو او ژورو له لېدو سرټکوي، له اسلامي امارته غواړي چې د دوی پر روغتیایي ستونزو غور وکړي.
  
ناروغه عاقله طلوع‌نیوز ته وايي:«موږ له مجبورۍ او اړې دلته راغلي یوو زه ماشومان لرم او پاکستان موږ په زور وایستلو، له هغې پرته څوک غواړي چې په یخنۍ کې ځان ته زحمت وکړي او راشي.»

ډاکټر واسع هم په دې هکله څرګندوي:«هغه کډوال چې له پاکستانه ایستل شوي له دغه هېواده یې له ځان سره ناروغۍ راوړې دي، د بېلګې په توګه جلدي ناروغۍ اګزما، ایکس که بیس او همدارنګه هغه ناروغۍ چې د لارې په اوږدو کې له هغې سره مخ شوي، لکه اسهال او موسمي ناروغۍ دي چې دلته د هوا د سوړوالي له امله پرې اخته شوي دي.»

ځینې راستانه شوي افغانان هم وایي، سره له دې چې د دوی روغتیایي وضعیت ښه نه‌و، خو د پاکستان پولیسو هغوی وځورول او له دغه هېواده یې را و ایستل.

راستنه شوې فاطمه وايي:«زه د زده ناروغي لرم او ډېره لړزېږم چې حتا لمونځ هم نه‌شم کولای.»

راستون شوی رحیم الله هم څرګندوي:«په پاکستان کې چې موږ ژوند کاوه، پولیسو هم له موږ سره سم چلند نه‌کاوه او حتا کله چې ناروغ کېدو په روغتون کې یې مهم له موږ سره ناوړه چلند کاوه او ځورولو یې.»

بلخوا، اسلامي امارت وایي چې د ژمي په درشل کې له پاکستانه د کډوالو د ایستلو د بهېر د درېدو په تړاو د دغه هېواد له چارواکو سره خبرې روانې دي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي:«له هغوی سره لیدنې شوې وې او د سفارتونو او ارتباطي کمېټو له لارې چې د کرښې په اوږدو کې یې سره لرو له ټولو کچو کې له هغوی سره په اړیکه کې یوو؛ خو هغوی چې دغه پرېکړه کړې ده، غیرعادلانه او د اصولو خلاف ده»

تر دې وړاندې د روغتیا نړۍوال سازمان هم ویلي و، چې هغو راستنېدونکو ته د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره چې په خپله خوښه یا جبري توګه هېواد ته راځي، ۱۰ مېلیون ډالرو ته اړتیا لري.

دغه سازمان د راستنېدونکو افغانانو په منځ کې د ساري ناروغیو د خپرېدو خبرداری ورکړی و او ویلي یې و، که‌چېرې پر وخت مرستې او هغوی ته روغتیایي خدمتونه وړاندې نه‌شي، د ناروغانو په منځ کې د مړینې د کچې د لوړېدو امکان شته.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه