Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ډاکټران: د انټي بیوټیکو خپل سرې کارونه د ماشومانو د مړینې لامل کیږي

د نومبر دریمه اونۍ د انټي بیوټیک درملو د مالوماتو ورکړې له اونۍ سره برابره ده.

یو شمېر ډاکټران وایي، په خپل سر د درملو او په ځانګړې توګه د انټي بیوټیکو خوړل د ماشومانو د مړینې لامل هم کېدای شي.

ډاکټر محمد عارف حسنزي وویل: « اول دا چې انټي بیوټیک اغیزه نه کوي او  چې اغیزه ونه کوي نو میکروب دېر زیات دوام کوي او د ماشوم وضعیت خرابیږي. او د درملو پر وړاندې د میکروب دغه مقاومت د ماشوم د مړینې لامل کیږي.»

له دې سره سم، یو شمېر درمل پلورونکي وايي، په دې وروستیو کې په ځينو سیمو کې د درمل پلورونکو له لوري هم په خپل سر د درملو سپارښتنه او ورکړه بیخي ډېره دود شوې.

درمل پلورونکي، امید وویل: « دلته پېرېدونکي ډېر زیات راځي خو موږ ځان ته دا اجازه نه ورکوو چې خپل سري درمل ورکړو او زموږ مشوره هم ورته دا ده چې باید یو ډاکټر ته لاړ شي.»

یو بل درمل پلورونکي، عبدالوسیم هم زیاته کړه: « درمل پلورونکي باید خپل سري درمل ونه پلوري او خلک هم باید خپل سري درمل ونه پېري ځکه چې ضرر یې ډېر دی.»

۷ میاشتنی محمد د اسهال له امله له څلورو ورځو راهیسې په اندراګاندي روغتون کې بستر دی.

د محمد مور وايي، خپل دغه ماشوم یې د درملنې لپاره له بامیانو کابل ته راوستی او په وینا یې د ناروغۍ په لومړیو ورځو کې یې په خپل کور کې په خپل سر درمل هغه هم انټي بیوټیک ورکړي دي.

د محمد مور، آمنې طلوع نیوز ته وویل: « دوځلي مو له هر یو څخه واخیسته ښه نه شو، بیا مو له هغه ځایه بامیانو ته راوړ بستر مو کړ او یوه اوونۍ پاتې شوو خو هلته هم ښه نه شو. له هغه ځایه مو وطن ته ولیږدوه  او دوه ورځې هلته پاتې شو خو ښه نه شو او بیا کابل ته راغلو.»

د خوړو او درملو ملي اداره وايي، هڅې کوي چې، په خپل سر د درملو د خوړولو د زیانونو په تړاو د مالوماتو ورکړې له لارې د دغه بهیر مخنیوی وکړي.

د خوړو او درملو د ملي ادارې ویاند، جاوید هژیر وویل: « د درملو خپل سرې کارونه هغه که انټي بیوټيک وي او که د درملو له بلې هرې کورنې اوسي بې له شکه چې جانبي اغیزې لري.»

د روغتیا د نړۍوال سازمان د مالوماتو له مخې، د انټي بیوټیکو ډېر خوړل د انسان په وجود کې یو ډول مقاومت رامنځته كوي او په راتلونکي کې بیا د ځینو ناروغیو درملنه سخته او آن ناشونې کېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه