Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

۱۴۰۲ کال؛ د افغانستان د روغتیايي سکټور ستونزې او لاس ته راوړنې

د روغتیايي وسایلو کمښت، د یو شمېر نړیوالو بنسټونو د مرستو بندیدل، د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسین کمپاین او د روغتونونو جوړیدل د دغه کال له مهمو مسایلو شمېرل کیږي.

په ۱۴۰۲ لمریز کال کې د روغتیا په برخه کې هم افغنستان د نورو برخو په څېر له لوړو او ژورو سره مخ و. په دغه کال کې د پولیو شپږ مثبتې پېښې ثبت شوې چې د پراختیا د مخنیوي په موخه یې په ټول هېواد کې د واکسیناسیون کمپاین پېل شو او په هر پړاو دغه کمپاین کې میلیونونه ماشومان واکسین شول.

 د وري په درویشتمه د روغتیا نړۍوال سازمان اعلان وکړ، چې په ۲۰۲۳ زیږیز کال کې به په افغانستان کې شاوخوا اولس اعشاریه شپږ میلیون تنه روغتیایي بشري مرستو ته اړتیا لري، خو د عامې روغتیا وزارت وویل چې ښایي دا شمېر تر هغه لوړ وي، چې د روغتیا د نړۍوال سازمان له لوري وړاندې شوی دی.

د عامې روغتیا وزارت ویاند، شرافت زمان امرخیل و ویل: "د افغانستان نفوس نږدې ۴۰ میلیونه دی او دا حتمي ده چې د دوی ترمنځ به ناروغان هم وي، ۱۷ اعشاریه ۶ میلیون یې اټکلیز دي، ښايي د ناروغانو اړتیا تر دې هم زیات وي."

 د غويي پر دوولسمه د عامې روغتیا وزارت اعلان وکړ، چې د دغه وزارت د تخصص ازموینې ته  ښځينه ډاکټرانې نولیکنه نه شي کولای او دا اعلان د دې لامل شو چې په هېواد کې د ښځينه ډاکټرانو د کموالي او د نو زېږو ماشومانو د مړینې د زیاتوالي په تړاو اندېښنې زیاتې شي.

د نسايي ولادي ډاکټرانو د ټولنې رییسه، نجم‌ السماء شفاجو و ویل: "څو کلونه وروسته به تر دې بدتره فاجعه و وینو او ډیرې مېندې به مړې شي. اوس چې د اسیا په کچه موږ د مېندو د مړینې لوړه کچه لرو دا به څو برابره نوره هم لوړه شي."

د غبرګولي پر دویمه د روغتیا نړۍوال سازمان ددغه سازمان په کلني راپور کې د افغانستان او پاکستان په څېر د هېوادونو په ځينو برخو کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو د ناروغۍ پر زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل، چې دغه سازمان ژمن دی چې دغه ناروغي په هغو هېوادونو کې چې لاهم له منځه نه ده تللې، له منځه یوسي.

د روغتیا د نړۍوال سازمان عمومي مدیر، ټېدروس ادهانوم ګبریسویس، و ویل:" د روان زیږیز کال له پیله تر دې دمه د ماشومانو د ګوزڼ درې پیښو لرو چې یوه پیښه یې په پاکستان او دوه یې په افغانستان کې دي. د روغتیا نړۍوال سازمان او زموږ شریکان لاهم ژمن دي، چې په ګډه کار وکړي او د ماشومانو د ګوزڼ ناروغي له منخه یوسي."

د غبرګولي په یوویشتمه، د روغتیا د نړۍوال سازمان د افغانستان څانګې په ټول هېواد کې د پولیو د وېروس د تشخیص په موخه د ۳۷ مرکزونو د جوړېدو خبر ورکړ او د سلواغې میاشتې په نولسمه د روغتیا نړۍوال سازمان او نړۍوالو مرستندویو بنسټونو په هېواد کې د پولیو د له منځه وړلو په موخه لومړنی لابراتوار پرانېست.

د روغتیا وزارت سرپرست، قلندر عباد و ویل: "د ۲۰۲۴ کال لپاره موږ یوه ستره موخه لرو. چې په ۲۰۲۴ کال کې پولیو په بشپړه توګه په افغانستان کې له منځه ولاړه شي."

د مدیترانې په ختیځه حوزه کې د پولیو رییس حامد جعفري و ویل: "دا ډيره اړینه ده چې دوه هېوادونه له یو بل سره په ګډه کار وکړي او په همغږۍ کار وکړي. دغه دواړه هېوادونه نشي کولای چې په یوازې ځان بریالي شي، لکه څرنګه چې ښاغلي عباد و ویل، پولیو یوازې په همدې دوو هېوادونو کې پاتې دی، باید په همغږۍ سره مخ ته ولاړ شي، څو وکړای شو په دواړو هېوادونو کې پولیو له منځه یوسو.د دواړو هېوادونو همغږي یوازې د واکسینو په برخه کې باید نه اوسي، د ازمایښتونونو په برخه کې هم باید اوسي."

د زمري میاشتې په اته ویشتمه، سره صلیب اعلان وکړ، چې د دغه بنسټ د بودجې د کموالي له امله یې په افغانستان کې د ۲۵روغتونونو مالي ملاتړ لغوه کړی دی.

د روغتیا وزارت ویاند، شرافت زمان امرخیل طلوع نیوز ته و ویل: "د وزارت له خپلې بودجې د دغو ۲۵ روغتونونو ډاکټرانو او کارکوونکو ته تنخواوې ورکوو. او هرڅومره درملو او تشخصيه توکو ته اړتیا وي، له کورنۍ بودجې یې تامینوو ان‌شاءالله."

په دغه کال کې د عامې روغتیا وزارت له لوري د ځينو روغتونونو د جوړېدو او بیارغاونې پروژې هم پېل شوې، چې په دې لړ کې د څلور میلیارده افغانیو په ارزښت د جمهوریت د روغتون د بیارغاونې پروژه پرانېستل شوه.

د روغتیا وزارت سرپرست، قلندر عباد و ویل: قنلدرعباد: "دغې پروژې ته څلور میلیارده افغانۍ ځانګړي شوي دي، چې له منځه یې ۳۱۷ میلیون ډالره د روغتون ودانیزو چارو کې لګوو او کابو دوه میلیارده او شپږ سوه اویا میلیون یې د طبي روغتون لپاره تجهیزات پېرو."

د دغه کال په لړ کې د عامې روغتیا وزارت د ایران، پاکستان، فطر او مالیزیا په ګډون پنځو بېلابېلو هېوادونو ته سفرونه لرل، چې قطر ته یې په خپل سفر کې د بېلابېلو هېوادونو له استازو سره وکتل او د روغتیا په برخه کې یې له هېواد سره د مرستې غوښته وکړه او مالیزیا ته یې په سفر کې له یوې مالیزیایې رسنۍ سره په مرکه کې وویل، چې په  افغانستان کې د روغتیا په برخه کې ۱۵۰ زره ښځې فعالیت کوي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست، قلندر عباد و ویل: "۱۵۰ زره ښځې په روغتیايي سکټور کې کار کوي چې دا ډیره شمېره ده. تېر حکومت کې دغه شمېر ښځو کار نه کاوه. موږ هغه ښځې چې په بېلابېلو برخو کې تجربه لري د روغتیا په سکټور کې یې په دندو ګومارو، موږ د نرسنګ، قابلګۍ او نورو برخو لپاره انسټیټونه لرو."

د سلواغې میاشتې په دویمه، د ۴۶۵ بستونو د ترلاسه کولو لپاره د دولس سوه ښځينه ډاکټرانو په ګډون له څه باندې شپږ زره ډاکټرانو ازموینه واخیستل شوه.

 په دغه کال کې د روغتیا په برخه کې بېلابېلې مرستې وشوې.

جاپان د روغتیا د نړۍوال سازمان د افغانستان له څانګې سره د هوکړه لیک په لاسلیکولو سره د انتاني او افغان جاپان روغتون سره د نږدې اوه میلیون ډالرو مرسته وکړه او د ملک سلمان بنسټ د افغانستان په بامیان ولایت کې میندو او ماشومانو ته د خدمتونو د وړاندې کېدو په موخه څه باندې یو میلیون ډالره مرسته وکړه.

ډاکټرې، شمیم مهرزاد و ویل: "په کلیو او لرې پرتو سیمو کې روغتیايي خدمتونو ته د مېندو او ماشومانو لاسرسی ډير کم دی. کولای شي دا ډول مرستې د مېندو او ماشومانو لپاره ژوند ژغورونکې وي خو چې دغه مرستې په سمه توګه مدیریت شي."

د افغانستان طبي شورا هم سره له  دې چې په شپږو زونونو کې خپل دفترونه پرانېستل، خو له ټولو لوړو او ژورو او د ښځينه ډاکټرانو د کموالي په تړاو له اندېښنو سره سره، د افغانستان د طبي شورا د فعالیت د اخیستو ازموینه د ښځینه ډاکټرانو له حضور پرته له یوولس زره متقضایانو واخیستل شو.

اوس به ولیدل شي، چې په ۱۴۰۳لمریز کال کې د ښځينه ډاکټرانو شمېر زیاتېږي او کنه او تر کومه بریده به د دغه سکټور ستونزو هوارې شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه