Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په افغانستان کې د ګوزڼ ناروغۍ د لمنځه وړلو په موخه د ا.ا هلې ځلې

د رييس الوزراء اداري مرستیال د روغتیا د نړۍوال سازمان له عمومي ريیس او سیمه ییزې مشرې سره د ویډیو کنفرانس له لارې د افغانستان د روغتیايي وضعیت په تړاو خبرې وکړې.

د ارګ په وینا، عبدالسلام حنفي د روغتیا نړیوال سازمان له رییس سره په خبرو کې په افغانستان کې د روغتیا په برخه کې د یاد سازمان د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

د روغتیا د نړیوال سازمان ريیس په دې کتنه کې سره له دې چې، پولیو ناروغي یې د سیمې او نړۍ لپاره لوی ګواښ وباله؛ خو په وینا یې په افغانستان کې تر دېره حده د دغې ریښې له منځه وړل شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند، شرافت زمان امرخیل په دې تړاو طلوع نیوز ته و ویل: هغه ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د ګوزڼ ناروغۍ او نورو ساري ناروغيو د لمنځه وړلو په برخه کې په افغانستان کې له روغتیا وزارت سره په ګډه کار کوي.

په ویډیو کنفرانس د روغتیا نړۍوال سازمان منطقوي مشرې په بېلابېلو برخو کې د دغه سازمان د همکاريو له دوامه ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې، د روغتيايي مرکزونو د پیاوړتیا په موخه د روغتیا د نړیوال سازمان هڅې هم روانې دي.

یوه ډاکټر، فواد ابراهیمي طلوع نیوز ته و ویل: دې سیسټم ته ډیر کار نه دی شوی، کادرونه نه دي روزل شوي. کادرونو ته ډیره پاملرنه پکار ده. مرستو ته زیاته اړتیا ده.

یوې بلې ډاکټرې، مریم طهوري هم وویل: په لرې پرتو ولایتونو او ولسوالیو کې چې مېندې په نورماله بڼه زیږون کوي، لومړني امکانات ورته نشته. نو د روغتیا له نړۍوال سازمانه مو غوښتنه ده چې په دې برخه کې خپلو موخو ته پراختیا ورکړي.

سره له دې چې، د روان زیږیز کال له پیله تراوسه په هېواد کې د ګوزڼ هېڅ پېښه نه ده ثبت شوې؛ خو په ۲۰۲۲ کال کې په هېواد کې د ګوزڼ دوه مثبتې پېښې او په ۲۰۲۳ کال کې بیا په هېواد کې د ګوزڼ د مثبتو پېښو شمېر شپږو ته رسېدلی وو.

په ۲۰۲۲ کال کې په هېواد کې د ګوزڼ دوه مثبتې پېښې او په ۲۰۲۳ کال کې بیا په هېواد کې د ګوزڼ د مثبتو پېښو شمېر شپږو ته رسېدلی وو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه