Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په خوارځواکۍ اخته ۲۱۰ زره ماشومانو او ۱۴۰ زره مېندو ته خدمتونه وړاندې شوي

د عامې روغتیا وزارت وايي چې د روان زیږدیز کال په لومړیو دریو میاشتو کې یې پر خوارځواکۍ اخته څه باندې ۲۱۰ زره ماشومانو او ۱۰۰ زره میندو ته د تغذیې خدمات وړاندې کړي دي.

د یاد وزارت ویاند د روغتیا په برخه کې له مرسته رسوونکو بنسټونو غواړي چې پر خوارځواکۍ اخته ناروغانو ته د لا زیاتو خدماتو په پار له یاد وزارت سره مرسته وکړي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند، شرافت زمان امرخیل په دې تړاو و ویل: د ۲۰۲۴ کال له پیل څخه تر اوسه پورې موږ په ټول هېواد کې د دوه لکه او لس زره په شاوخوا کې هغه ماشومان چې په متوسطه خوارځواکۍ باندې اخته دي هغوی ته مو روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي البته د هغو ۱ لکو ۴۰ زره مېندو لپاره هم خدمتونه وړاندې شوي چې په خوارځواکۍ اخته دي. په عموم کې ۱ لک او ۲۰ زره میندو او ماشومانو ته چې په شدیدې خوارځواکۍ اخته دي، خدمتونه وړاندې شوي دي. چې په دوی کې داخل بستر او خارج بستر هم شامل دي.

یو شمېر کورنۍ چې ماشومان یې روغتون ته راوړي، وايي د اقتصادي ستونزو له امله یې د ماشومانو وضعیت دغه حالت ته رسېدلی دی.

د ناروغ ماشوم مور، شفیقه وايي: دومره پیسې نه لرو چې غله پرې واخلو، ګیاه پرې واخلو، نفقه پرې واخلو، دومره څه نشته. له بدې ورځې دغې ورځې ته رسېدلي یو.

اندراګاندي روغتون یو له هغو روغتونونو دی چې تل کورنۍ خپل ناروغان په ځانګړې توګه په خوارځواکۍ اخته ماشومان ورته راوړي.

د یاد روغتون د داخلې څانګې مسوول وايي چې له څو کلونو راهیسې د دغه روغتون د خوارځواکۍ د څانګې ټول بسترونه له ناروغانو ډک دي.

د اندراګاندي روغتون د داخلې څانګې مسوول، محمد عارف حسنزي طلوع نیوز ته و ویل: زموږ ډيری بسترونه مصروف دي. ځینې وخت خو ان داسې کیږي چې ناروغان زیاتیږي او موږ اړ یو چې په یوه کټ کې دوه ناروغان بستر کړو.

پوښتنه دا ده چې آیا خوارځواکي ناروغي یوازې نامناسبو خوړو ته په نه لاسرسي پورې اړه لري که نور عوامل هم په دغه ناروغۍ د ماشومانو د اخته کیدو لامل کیږي؟

یوه ډاکټر، مجتبی صوفي و ویل: لومړی باید د مېندو د پوهاوي کچه لوړه شي. د خلکو اقتصاد ښه شي او خلکو ته دا زده کړه وشي چې خپل ماشومان څه ډول تغذیه کړي کوم خواړه ورته ګټور دي. خوارځواکي هله رامنځته کیږي چې خلک له خوړو بشپړ مالومات و نه لري.

د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې په ۲۰۲۳ زیږدیز کال کې په ټول هیواد کې پر منځنۍ خواځواکۍ اخته ۵ اعشاریه یو سلنه ماشومانو او یو میلیون میندو ته د درملنې خدمات وړاندې شوي دي.

د روغتیا وزارت ویاند د روغتیا په برخه کې له مرسته رسوونکو بنسټونو غواړي چې پر خوارځواکۍ اخته ناروغانو ته د لا زیاتو خدماتو په پار له یاد وزارت سره مرسته وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه