د زابل شهر صفا او شینکۍ ولسوالیو کې ۱۰ افغان سرتېرو بېلابېلو پېښو کې ژوند له لاسه ورکړ.
د یاد ولایت امنیتي مسوولین نن(دوشنبې د چنګاښ په ۱۶مه نېټه) وايي، شینکۍ ولسوالۍ کې دوو ماین چاودنو له کبله ۶ سرتېرو ژوند بایللی او دوه نور ټپيان دي.
همداراز شهر صفا ولسوالۍ کې هم د پولیسو پوسته کې یوه نفوذي کس ۴ تنه پولیس وژلي دي.
دغه مسوولین وايي افغان سرتېرو ته تېره ورځ مرګ ژوبله اوښتې ده.
دوی زیاتوي چې نن سهار د مرکز کلات اړوند سپینه غبرګه کې وسله والو طالبانو درې کسان د دولت د جاسوسي په تور نیولي او بیا وژلي ډی.
طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.