د جان هاپکنس پوهنتون د مالوماتو له مخې ټوله نړۍ کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۲ میلیونه ۶۳ زره او ۱۶۱ ته رسېدلی دی.
د یاد پوهنتون د شمېرو له مخې تر دې دمه هم نړۍ کې د مړو شویو کسانو شمېر ۱۳۶ زره او ۹۳۸ تنه دی.
دا په داسې حال کې ده چې نړۍ کې د کرونا ویروس د پراختیا په حال کې دی.
امریکا متحده ایالاتو کې هم د مړو شمېر ۳۰ زره او ۹۲۵ تنو رسېدلی او ایټالیا کې هم ۲۱ زره ۶۴۲ تنه دی.
د شمېرو له مخې د مړو شویو او اخته کسانو ترڅنګ د کوویډ نوولس ناروغۍ نه ۳ میلیونه۲۶۱ زره او ۶۱۱ تنه نور روغ شوي هم دي.