د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په کچه د کرونا ویروس ۵۸۰ مثبتې پېښې کتل شوې دي.
د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې د تازه خپرو شویو شمېرو سره هېواد کې ټولې مثبتې پېښې ۱۳۰۳۶ ته ورسېدې.
د یوۍ تېرې اوونۍ په څېر کابل کې بیا د کرونا ویروس لوړ شمېر مثبتې پېښې ثبت شوي چې ۳۲۲ پېښې دي.
کابل پیسې بیا هرات کې ډېرې مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې د تېرو څلرویشتو ساعتونو شمېر یې ۱۳۹ دی.
دعامې روغتیا وزارت تازه ۵۸۰ اعلان شوي شمېرې یوازې په ۸ ولایتونو کې مثبتې پېښې ښیې.
د کرونا ویروس نورې مثبتې پېښې ۲۲ بلخ، ۲۰ پکتیا، ۱۴ پروان، ۲۱ فراه، ۲۷ پنجشېر او ۱۵ هم فاریاب کې ثبت شوې دي.
د عامې روغتیا وزارت وايي چې تېره شپه ورځ کې د کرونا ویروس له کبله ۸ تنه مړه شوي او ۶۵ نور روغ شوي هم دي.
له دې سره هېواد کې د کووید نوولس ناروغۍ له کبله د ټولو مړو شویو کسانو شمېر ۲۳۵ او د ټولو روغو شویو ۱۲۰۹ تنو ته رسیږي.
په همدې حال کې د عامې روغتیا وزارت مرستیال، وحید مجروح هېواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو زیاتوالي سره وايي چې ۴۰ سلنه پېښې تېرو لسو ورځو کې ثبت شوې دي.