محور
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
محور: د غني او عبدالله د وړاندیز شوې هوکړه لیک جزیات
طلوع نیوز د اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي هوکړه لیک هغه نسخه ترلاسه کړې ده چې په حکومت کې د دواړو لورو د ونډې او همدارنګه د ښاغلي عبدالله او هغه ته د نږدې کسانو د ونډې په اړه جزیات ذکر شوي دي.
په دغه هوکړه لیک کې د دولت عالي شورا او د مصالحې عالي شورا د ریاست مقام رامنځته کېدل ذکر شوي دي.
په هوکړه لیک کې راغلي دي چې د دولت عالي شورا چې له سیاسي مشرانو او ملي شخصیتونو جوړه ده د سیاسي اجماع لپاره رامنځته کېږي.
د دغه هوکړه لیک پربنسټ، دغه شورا په مهمو ملي مسایلو کې ولسمشر ته مشوره ورکوي.
په دغې خپرونه کې کوربه وحید احمدي د ولسمشر له ویاند صدیق صدیقي سره بحث او خبرې کړې دي.