د شپني خبرونه
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
د لمر د ۷ بجو خبرونه، ۱۳۹۹ د تلې ۵ مه نېټه
دا هغه وخت وو چې د طالب ډلې له تاسیس څخه یوازې دوه کاله تېرېدل؛ خو هغه څه چې د مجاهدینو د حکومت څو ټوټېوالی او د خپلو ډلو ترمنځ جګړه بلل کېږي، د دې لامل شو چې طالبان ډېر ژر د هېواد لوی ښارونه یو د بل پسې ونیسي.
کابل ته د طالبانو له ننوتو سره، د مجاهدینو د دولت ځواکونه، له پلازمېنې بهر شول او د طالبانو رژیم د پنځو کلونو لپاره دوام وکړ.
د پلازمېنې ډېری اوسېدونکي د ۱۳۷۵ لمریز کال د تلې د شپږمې یو ډول کیسې لري. هر څه په ساعتونو او په ډېر کراره د خلکو د سترګو په مخکې بدل شول او طالبانو په کابل کې د مجاهدینو ځای ونیو.
د دې ورځې د شاهدان دا ورځ شېبه په شېبه په یاد ده.