د شپني خبرونه
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
د لمر د ۷ بجو خبرونه، ۱۳۹۹ د تلې ۱۹مه نېټه
په پلازمېنه کې د جنايي پېښو په لړ کې، ناپېژنده وسله والو د کابل ښار د اتمې حوزې یو پخوانی جنايي افسر په ډزو سره وواژه.
د دغه افسر د کورنۍ غړي، امنیتي بنسټونه د هېوادوالو د امنیت په تامین کې بې وسې او ناکام ګڼي او وايي چې د دغه وضعیت په هکله د ولسمشر چوپتیا د شرم وړ ده.
دغه افسر محمد یاسین نومې ده، چې له ۳۰ کاله خدمت کولو وروسته تقاعد شوی و، د هغه خپلوان وايي چې د کارتې نو په سیمه کې د خپل کور مخې ته په ډزو سره وواژه.