د شپني خبرونه
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
د لمر د ۷ بجو خبرونه، ۱۳۹۹ د لیندۍ ۵مه نېټه
بامیانو کې د پرون ورځې دوو مرګونو چاودونو کې د لاس لرلو په رابطه درې کسان نیول شوي. د بامیانو امنیتي چارواکي وایي، لومړني معلومات دادي، چې چاودنې د طالبانو کار وو، خو طالبانو په پېښه کې لاس لرل رد کړي. په همدې حال کې د بامیانو د حوزوي روغتون مشر وایي، ۱۵ وژل شوي او ۵۹ ټپیان روغتون وروړل شوي. بل لوري، نن د کندهار په عینومېنه کې موټربم چاودنې شپږ پولیس ټپیان کړل.