د شپني خبرونه
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
د لمر د ۷ بجو خبرونه، ۱۳۹۹ د کب ۳ مه نېټه
لویه څارنوالۍ وايي چې د بندخونو د تنظیم د چارو پخوانی رییس احمد راشد طوطاخېل د ځينو تورونو له امله د څېړنې او پلټنې په پار دغې ادارې ته معرفي شوی دی.
خو سرچینې وايي چې ښاغلی طوطاخېل څېړنې حاضر شوی نه دی او د هغه د نیولو حکم هم د لویې څارنوالۍ له خوا ورکړل شوی دی.