د شپني خبرونه
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو رامنځه ته شو – نشر ته چمتو شو: وروستی
د لمر د ۷ بجو خبرونه، ۱۳۹۹ د کب ۱۰مه نېټه
په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لیک د یو کلن کېدو سره هم مهاله طالبان وايي چې دغه هوکړه لیک د افغانستان د امنیت او ټیکاو لپاره عملي لار ده.
دغه ډله ګواښ کوي چې د دغې هوکړې بدیل به کومه پایله ونه لري.
ټیک یو کال وړاندې په همدې ورځ (د کب په ۱۰مه)امریکا او طالبانو له اتلسو میاشتو مذاکراتو وروسته د سولې هوکړه لیک لاسلیک کړ. په دغه هوکړه لیک کې دواړو لوریو ژمنه وکړه چې بهرني ځواکونه به د سږکال تر مې میاشتې له افغانستانه وځي او طالبانو ژمنه وکړه چې له القاعدې سره به اړیکې پرې کوي او نورو ترهګرو ته به هم اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې امریکا او د هغې متحدانو ته ګواښ پېښ کړي.