د شپني خبرونه
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
د لمر د ۷ بجو خبرونه، ۱۴۰۰ د چنګاښ ۲۱مه نېټه
په افغانستان کې د امریکا د پوځي ماموریت د پای په درشل کې نن د امریکايي ځواکونو د قومندانۍ مسوولیت له جنرال سکاټ مېلر څخه جنرال فرانک مک کنزي ته ولېږدول شو.
په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو او پرېکنده ملاتړ ماموریت مخکینی قومندان جنرال سکاټ مېلر وايي، د جګړې په زور اخیستو سره سولې ته رسېدل لاپسې ګران شوي دي.
جنرال مېلر له طالبانو غواړي چې، تاوتریخوالی ژر تر ژره راکم کړي؛ څو د سولې خبرې یوې پایلې ته ورسېږي.
له بل لوري په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو نوی قومندان ډاډ ورکوي چې، افغانستان به د ترهګرو پر امن پټنځای بدل نه شي.
په دې اړه مو اندونه