د شپني خبرونه
له طلوع-نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
د لمر د ۷ بجو خبرونه د ۱۴۰۱ لمریز کال د زمري ۲۶مه
د بشري حقونو د څار سازمان او نورو نړۍوالو سازمانونو په افغانستان کې د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره له امریکا غواړي چې د اسلامي امارت د یو شمېر چارواکو پر سفرونو بندیز ولګوي.
دغه بنسټونه په یوه راپور کې وايي چې د سرپرست حکومت له خوا د لګول شویو محدودیتونو له امله په تېر یو کال کې د ښځو وضعیت خراب شوی او د طالبانو پر سفر بندیز دې تر هغو دوام وکړي څو چې هغوی د ښځو پر وړاندې خپله تګلاره بدله نه کړي.
په دې اړه مو اندونه