د شپني خبرونه
له طلوع-نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
د لمر د ۷ بجو خبرونه د ۱۴۰۲ لمریز کال د لړم ۲۱مه
د هېواد د صرافانو ټولنې نن یکشنبې (د لړم په ۲۱مه) طلوع نیوز ته وویل چې د هېواد په بازارونو کې یو امریکایي ډالر په ۶۶٫۵۰ پولو تبادله کېږي.
د دې ټولنې ویاند وایي، چې په راکړو ورکړو کې د نورو اسعارو په تېره بیا د کلدارو د نه کارول کېدو لپاره د ټاکل شوي ضرب الاجل په پای ته رسېدو سره، د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړ شوی دی.
په دې اړه مو اندونه