د شپني خبرونه
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
د لمر د ۷ بجو خبرونه د ۱۴۰۲ لمریز کال د مرغومې ۲۷مه نېټه
د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراجالدین حقاني د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د استازولۍ له چارسمبالې رافایلا ایودیس سره په لیدنه کې د نورو مسایلو ترڅنګ راتلونکې میاشت کې په دوحه کې د افغانستان په تړاو جوړېدونکې غونډې هم خبرې کړې دي. ښاغلي حقاني په دغه لیدنه کې ویلي چې د مسایلو د ښه حل په موخه باید اسلامي امارت ته په نړۍوالو غونډو او بنسټونو کې باید خپل غړیتوب ورکړل شي، ترڅو افغانان هلته خپله واقعي استازولي ولري.
په دې اړه مو اندونه