د شپني خبرونه
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
د لمر د ۷ بجو خبرونه د ۱۴۰۲ لمریز کال د کب ۰۴ نېټه
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي، توماس وېسټ ویلي چې واشنګټن د ملګرو ملتونو په مشرۍ د داسې بهیر هرکلی کوي چې په نړۍوال سیسټم کې په بشپړه توګه د افغانستان یوځای کېدو ته لاره هواروي.
توماس وېسټ له دوحې ناستې څلور ورځې وروسته وایي چې د افغانستان د ټولیزو ګټو لپاره یوه پیاوړې اجماع شته ده.