د شپني خبرونه
له طلوع-نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو رامنځه ته شو – نشر ته چمتو شو: وروستی
د لمر د ۷ بجو خبرونه د ۱۴۰۲ لمریز کال د کب ۰۹ نېټه
د امریکا بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن «د افغان ښځو د اقتصادي مقاومت لپاره د ایتلاف» تر سلیک لاندې غونډه کې، یو ځل بیا په هېواد کې پر ښځو د محدودیتونو پر لګولو نیوکه کړې او هغه یې د بشري حقونو نقص بللی دی.
ښاغلی بلېنکن چې د دغه ایتلاف بنسټ ایښی دی زیاتوي چې «طالبان» د افغانستان د خلکو د غوښتنو پر خلاف عمل کوي او د هغوی فرمانونو د ښځو بنسټیزه خپلواکي او بشري حقونه نقض کړي دي.