د شپني خبرونه
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
د لمر د ۷ بجو خبرونه، ۱۳۹۸ د غبرګولي ۱۰ مه نېټه
د مسکو د ناستې په پای کې د طالبانو د پلاوي غړی امیرخان متقي له رسنیو سره په خبرو کې وايي طالبان د یوه ټول شموله نظام غوښتونکي دي.
د طالبانو دغه استازي همدارنګه رسنیو ته ویلي چې د مسکو په غونډه کې د ګډون موخه، د افغانستان وضعیت ته د نړیوالو ور پام کول دي.
ښاغلی متقي زیاتوي:«دا څه ډول دی چې پر توپنچې یو کس پر سر ولي، دا نه د انسانیت، نه د اسلام او نه هم د افغانیت تقاضا ده. موږ په ټولو افغانانو دا غږ کوو، چې د دغه وحشت په مقابل کې سره متحد شي. دافغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی، راتلوونکي نظام کې باید هر څوک ځان وونیي.»
د طالبانو دغو لوړپوړی غړی وايي د مسکو په ناسته کې د طالبانو د پلاوي د ګډون موخه نړۍ ته د دې ډلې د پيغام رسول و.