د شپني خبرونه
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
د لمر د ۷ بجو خبرونه، ۱۳۹۹ د زمري لومړۍ نېټه
تمه وه د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړې له لاسلیک وروسته په هېواد کې جګړې او د وینې توېیدنې بهیر راکم شي.
په ۱۱ ولایتونو کې د ۲۲۰ امنیتي ضد پېښو د ارزونې په تړاو د طلوع نیوز موندنې د دې ښکارندويي کوي چې، په دې پېښو کې څه باندې ۶۰۰ دولتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په دې اړه مو اندونه