د شپني خبرونه
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
د لمر د ۷ بجو خبرونه، ۱۳۹۹ د وري ۱۴مه نېټه
د امریکا څارګرې ادارې پخواني رییس، ډیویډ پټریوس «آیا امریکا کولی شي پر طالبانو باوروکړي څو د سپټمبر د یوولسمې بیا مخنیوی وشي؟» تر عنوان لاندې مقاله کې چې فارین پالیسي انټرنټي پاڼه کې خپره شوې ده، لیکلي دي چې د امریکا او طالبانو هوکړه تر ډېره د طالبانو په ګټه ده.
هغه څرګنده کړې ده:« د دغه قمار ګواښونه ډېر دي او د دغه معاملې لومړنۍ نښې د طالبانو بریدنو زیاتوالی او کابل کې د یوه بې نظم حکومت ښکارندويي کوي. د اندېښنې وړ موضوع د هوکړې په زړه کې د تناسب نشتوالی دی، داسې، څومره چې امریکا خپلې هوکړې عملي کړي په هماغه اندازه طالبان خپل فعالیتونه کموي.»