د شپني خبرونه
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
د لمر د ۷ بجو خبرونه، ۱۳۹۹ د وږي ۱۶مه نېټه
د طالبانو مشر په دې وروستیو کې د دغې ډلې قاضي القضات عبدالحکیم د طالب ډلې د مرکچي پلاوي د مشر په توګه ګومارلی دی او د دغه پلاوي پخوانی رییس عباس ستانکزی د مولوي عبدالحکیم د مرستیال په توګه ټاکل شوی دی.
طالبانو ته نږدې شرچینې وايي چې د دغې ډلې تر ټولو مهمې فتواګانې د مولوي عبدالحکیم له خوا صادرې شوې دي او د طالبانو دغه چارواکی له بشپړ واک سره د خبرو اترو مېز ته به د افغان مرکچي پلاوي په وړاندې چنې ووهي.
مولوي عبدالحکیم حقاني چې د طالبانو ډېریو لوړپوړو چارواکو لپاره د استاد ځای یګی لري، په طالبانو کې د سرچینو پر باور د طالبانو پخواني مشر ملامنصور ته یو له نږدې کسانو و چې د منصور له وژل کېدو وروسته حتا احتمال درلود چې هغه د طالبانو د مشر په توګه وګومارل شي.