نیمه ورځ
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
نیمه ورځ: د جېنوا کنفرانس په هکله بحث
د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر وايي په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې لپاره هغه حکومت د منلو او ملاتړ وړ دی ،چې د اساسي قانون او د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنو څخه ساتنه وکړي.
د بهرنیو چارو وزیر په ټېنګار سره ویلي نړیواله ټولنه یوازې هغه مهال د سولې خبرو پایلې مني چې هغه د افغانستان خلک ومني.
له بلې خوا د مالیې وزیر وايي نړیواله ټولنه په افغانستان کې د اداري فساد په آړه اندیښنه لري او که افغان حکومت وکولی سي د ۲۰۲۱ کال تر پایه نړیوالې ټولنې ته د مرستو د لګښت په اړه شفاف معلومات چمتو کړي ،نو مرستې به دوام ولري او که داسي و نسي ډیر احتمال سته چې له افغانستان سره مرستي ودروي.
په دغې خپرونه کې کوربه فواد اکبرزي په هکله د بهرنیو چارو وزارت له ویاند ګران هېواد سره بحث او خبرې اترې کړې دي.