نیمه ورځ
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
نیمه ورځ: امریکا له طالبانو سره خپله شوې هوکړه بیا ارزوي
امریکا یو ځل بیا د واشنګټن او طالبانو تر منځ د لاسلیک شوې هوکړې پر ارزونې ټینګار کړی دی.
سپینه ماڼۍ وايي، د جوبایډن د ملي امنیت سلاکار له خپل افغان سیال سره په خبرو کې په ډاګه کړې چې، له دغې ارزونې یې موخه دا ده؛ څو دا روښانه کړي چې، د تاوتریخوالو د کمولو، له ترهګرو ډلو سره د اړیکو د پرې کولو او له افغان حکومت سره د مانا لرونکو مذاکراتو په برخو کې طالبانو پر خپلو ژمنو عمل کړی او که نه؟
له بل لوري سي، ان، ان ټلویزیون په یوه راپور کې ویلي چې، جوبایډن د افغانستان د سولې لپاره د ډانلډ ټرمپ د حکومت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ماموریت غځولی دی.
په دغې خپرونه کې کوربه نعمت روان په دې هکله د سیاسي چارو له شنونکي ډاکټر عبیدالله برهاني سره بحث او خبرې اترې کړې دي.