Skip to main content
وروستي خبرونه
نیمه ورځ

نیمه ورځ: پلازمېنه کې پر هدفي وژنو او ماین چاودنو بحث

د افغانستان بانک د مالي منازعاتو د حل کمېسیون پر موټر نن سهار په کابل کې یوه چاودنه وشوه.

عبدالله دوراني چې، نن سهار دندې ته روان وو، د اتمې امنیتي حوزې اړوند په شاه شهید سیمه کې په موټر کې یې ځای پر ځای شوی ماین وچاودېد او له امله یې هغه له خپل چلونکي سره ټپي؛ خو ساتونکی یې مړ شو.

له دې سره سم، د کابل د امنیتي وضعیت د ښه والي لپاره د ولسمشر د لومړي مرستیال له لوري له مسوولیت اخیستنې سل ورځې تېرې شوې.

د طلوع نیوز موندنې ښيي چې، په دې موده کې یوازې په کابل په بېلابېلو امنیت ضد پېښو کې ۱۷۷ کسان وژل شوي او ۳۶۰ نور ټپیان شوي دي.

په دغې خپرونه کې کوربه نعمت روان په دې هکله له خپلو مېلمنو سره بحث او خبرې اترې کړې دي.

مېلمانه:

د ولسمشر د لومړي مرستیال د رسنیو د دفتر غړی، سید باقر کاظمي

د ولسي جرګې پخوانی غړی، عبدالرحیم ایوبي

پوځي شنونکی، محب الله زهیر

شریک یي کړئ

موږ په فېسبوک کې ومومئ

@Tolonews

د طلوع نیوز توییترپاڼه

@Tolonews