د لغمان په مرکز مهترلام ښار کې د یوې چاودنې په ترڅ کې د دین یو عالم او دوه تنه ملکیان وژل شوي دي.
د پېښې شاهدان وايي چې دغه پېښه په یوه موټرسایلک کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله رامنځته شوه چې موخه یې د دین یو عالم یونس شمع خېل وو.
د پېښې دغه شاهدان همدارنګه زیاتوي چې ښاغلی شمع خېل له خپلو دوه ساتونکو سره په دغه چاودنه کې وژل شوی، خو رسمي سرچنیو د دغه خبر پخلی نه دی کړی.
په همدې حال کې، د لغمان والي سرحدي ځواک وايي چې دغه چاودنه د مهترلام ښار په سلطان عازي ښارګوټي کې رامنځته شوې ده.
خو هغه په دغې چاودنه کې د مرګ ژوبلې پخلی نه کوي.
بلخوا تراوسه هېڅ ډلې د دغې پېښې پړه نه ده منلې.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ ولسمشر اشرف غني د طالبانو په وړاندې یو اړخیز اوربند اعلان کړ.