د افغانستان د حکومت لخوا له طالبانو سره یو اړخیز اوربند تېره شپه پیل شو او ټول امنیتي ځواکونه په دفاعي حال کې دي.
د هېواد امنیتي او دفاعي ادارې وایي، دولتي ځواکونه د تیارسی په حال کې دي او ورته ویل شوي چې د هر ډول برید ځواب دې ورکړي خو د اوربند تر ورستیو دې پر طالبانو برید نه کوي.
دا اوربند د دولتي ځواکونو له لوري د یکشنبې شپې له نیمایي پیل شوو، خو اخوا نن له غرمې مخکې په هلمند ولایت کې طالبانو ۱۳ دولتي سرتېري له بنده خوشي کړل.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وویل:«تېره شپه ټولو برخو ته لارښونه وشوه چې اوربند مراعت کړي، خو کهچېرې پر هغوی برید وشي، د دفاع چمتووالی دې ولري.»
افغان امنیتي ځواکونه د هېواد په شمال ختیځ کې د کندوز په یوې تر ټولو نا امنې سیمې انګور باغ کې پر فعالیت بوخت دي؛ خو سر له دې هم د تیارسی په حال کې دي او تر ډېره په دفاعي حالت کې دي.
د ۲۰ فرقې د لومړۍ لوا د ملاتړي کنډک قومندان بابه خان په دې اړه وویل:«موږ دا لارښونه عملي کوو او خپلو کسانو ته مو ویلي چې هغه پلی کړي، خو کهچېرې دښمن وغواړي د کندوز د خلکو امنیت وګواښي هغوی ته به غاښ ماتوونکی ځواب ورکړل شي.»
سرتېري محمد قسیم هم زیاته کړه:«موږ لارښونه پلي کوو او په اوربند کې یوو، خو کهچېرې دښمن پر موږ برید وکړي، موږ په هر حالت کې چمتو یوو.»
د افغانستان په مرکز د غزني ښار په څنډه کې هم دولتي ځواکونه ورته حالت لري؛ خو په دغه ښار کې هر څه تر خپل څار لاندې لري، ان لیدل کېږي چې د خپلو هم لیکو کړه وړه هم څاري.
د غزني امنیه قومندان فرید احمد مشعل څرګنده کړه:«موږ له دغې لارښوونې پیروي کوو، خو کهچېرې دښمن د غزني په ځينو برخو کې غوځښت ولري، موږ د هغوی په وړاندې درېږو.»
په غزني کې د ملي پوځ سرتېری وايي:«موږ د غزني د دفاع لپاره چمتو یوو.»
په همدې حال کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وایي د جګړې له دواړو لوریو غواړي چې تاوتریخوالی دې بس کړي او د سولې خبرو ته دې کېني.
خو په افغانستان کې د جګړې له ښکېلو لوریو د ټاکنو خپلواک کمېسیون غوښتنه دا ده چې دا اوربند وغځوي.
دا اوربند چې د روژې له اوه ویشتمې د اختر تر پنځمې به دوام ولري، یوازې د طالبانو او حقاني شبکې پر وړاندې دی او داعش په دې ډله کې نه راځي.
طالبانو هم د اختر په درې ورځو کې اوربند اعلان کړی او ویلي یې دي چې په افغانستان کې بهرنیي ځواکونه د دوی په اوربند کې نه شاملېږي.