په کولمبیا کې د ولسمشرۍ دوهم دور ټاکنو کې ایوان دوکه چې د دې هیواد د پخواني ولسمشر الوارو یوریبي له پلویانو څخه دی، ولسمشرۍ ته ورسید.
د روان زیږدیز ۲۰۱۸ زیږدیز کال په مې میاشت کې په ټاکنو کې کوم نوماند د بریالی نشو، له همدې کبله دوهم دور ټاکنې ترسره شوې او د دې هېواد اوسېدونکو ټاکنو ته بیا چمتووالی وښود.
ښاغلی دوکه د ۵۴ سلنه رایو په ګټلو سره خپل سیال ته ماته ورکړه.
د مالیاتو د کمولو په برخه کې د دوکه ژمنې د هغه په بریالیتوب کې مهم بلل کیږي.
له لومړۍ ټاکنو وروسته داسې وړاندوینې شوې وې چې ګواکي ایوان دوکه به بریالی وي، ځکه په ټول پوښتنو کې نوموړی مخکې وه.
کولمبیا په داسې حال کې ټاکنې ترسره کړې چې یوازې دوا کاله مخکې یې له مخالفې وسلهوالې فارک ډلې سره د سولې هوکړه وکړه.
دې هوکړې په دې هېواد کې د پنځو لسیزو جګړه پای ته ورسوله. دې جګړو کې کابو شل زره کسان وژل شوي دي.