په داسې حال کې چې په کلیو کې د رایو ورکوونکو د نوم لیکنې د وروستي پړاو شاوخوا ۱۴ ورځې پاتې دي، خو تراوسه د هېواد په یو شمېر سیمو کې لا هم د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې مرکزونه تړلي پاتې دي.
په کاپیسا کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د سیمهییز دفتر چارواکي وايي چې د دغه ولایت په نجراب، تګاب او الهساي ولسوالیو کې د طالب جنګیالیو د پراخه حضور له کبله د رایو ورکوونکو د نوم لیکنې ۱۵ مرکزونه لا هم تړلې پاتې دي.
په کاپیسا کې د سیمهییز دفتر رییس عبدالرحمن فرید څرګنده کړه:« په نجراب ولسوالۍ کې دوه مرکزونه، په تګاب کې اوه مرکزونه او په الهساي کې شپږ مرکزونه پرانیستل شوي نه دي.»
اخوا د کاپیسا ولایتي شورا د دغو مرکزونو د نه پرانیستو له کبله اندېښمنه ده او وایي، د دغه ولایت ډېری اوسېدونکي به په ټاکنو کې ګډون ونه شي کړای.
بل پلو د کاپیسا امنیه قومندان محمد رزاق یعقوبي وایي، د دغو مرکزونو د فعالولو لپاره هڅې روانې دي.
ښاغلي یعقوبي زیاته کړه:«پوځي عملیاتي پروګرامونه په لاره اچول شوي او کهچېرې وکړای شو مرکزونه پرانیزو، او که و نه شول د دغو مرکزونو ۵۰ سلنه به یې پرانیزو.»
په کاپیسا کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د سیمهییز دفتر چارواکي وایي، تراوسه په دغه ولایت کې څه باندې ۸۰ زره کسانو نوملیکنې کړې چې له دغې ډلې یې ۳۰ زره ښځې او لس زره کوچیان دي.