د کابل ښار د څلورمې امنيتي حوزې اړوند خیرخانې د لب جر په سيمه کې چاودنې نن(یکشنبې د چنګاښ۳۱مه) د دوو ماشومانو ژوند واخیست.
په دې پېښه کې یوه ماشومه ټپي شوی هم دی. چارواکي وايي چې یوې ماشومې او یوه ماشوم ژوند له لاسه ورکړی دی.
د کابل امنیتي چارواکي وايي چې دا چاودنه د مقناطیسي ماین چاودنې له کبله رامنځته شوې ده.
د امنیه قومندانۍ ویاند، حشمت ستانکزی د پېښې تائید سره وايي چې د پېښې قربانیان ټول د یوې کورنۍ غړي دي.
دا چې ماین چا لخوا او ولې ځای پر ځای شوی وه، په دې اړه څه نه دي ویل شوي.