د افغانستان کریکټ ملي لوبډلې د آسیا جام سیالیو په لړۍ کې خپله دریمه لوبه د دریوو ویکټو په توپير پاکستان ته وبایلله.
لوبه افغان لوبډلې پیل کړه او د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره یې پاکستان ته د ۲۵۷ منډو هدف وټاکه.
په دې لوبه کې حشمت الله شاهدي ښه توپوهنه وکړه او د خپلې لوبډلې په ګټه یې ۹۷ منډې جوړې کړې. همداراز راشد خان آرمان هم له ښه بالېنګ سره وتوانید چې د سیالې لوبډلې درې ویکټې واخلي.
ترڅنګ یې مجیب الرحمن دوه پاکستاني لوبغاړي له لوبې ویستل او ګلبدین نائب هم وتوانید چې یوه ویکټه واخلي.
خو کله چې وار د پاکستان د لوبې شو، نو دغې لوبډلې د ۶ ویکټو په سوځېدو د افغانستان لخوا ورکړل شوی هدف پوره کړ او بریا یې خپله کړه.
ټاکل شوې ده چې د هېواد کریکټ لوبډله سبا(یک شنبې د تلې پر لومړۍ) یو ځل بیا له بنګله دیش سره خپله بخت وازمايي. مخکې له دې افغانستان د همدې سیالیو په لړۍ کې له بنګله دیش نه لوبه د ۱۳۶ منډو په توپير وګټي.
افغانستان د آسیا جام سیالیو په دې لړۍ کې له سریلانکا نه هم لوبه ګټلې وه.