Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په کابل کې د فرانسې په روغتیايي انسټېټویت کې د لویانو د زړه د جراحۍ څانګې پرانیستل

په هېواد کې د زړه د روغتیايي چوپړتیاو د ښه‎والي لپاره یو ګام،په کابل کې د ماشومانو لپاره د فرانسې په روغتیايي انسټېټویټ کې د لویانو لپاره د زړه د جراحۍ څانګه پرانیستل شوه.

د عامې روغتیا وزیر د دغې څانګې پرانیستل د روغتیا په برخه کې ستر ګام بولي.

د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز په دې اړه وویل: "موږ هیله لرو چې دغه روغتیايي مرکز وکولای شي چې د زړه د درملنې په برخه کې د هېوادوالو ټولې ستونزې حل کړي او خلک هم د زړه ناورغۍ د درملنې لپاره له افغانستان څخه بهر ته له سرګردانۍ څخه خلاص شي".

په همدې حا ل کې په کابل کې د فرانسې سفیر د دغې څانګې د جوړېدو موخه په افغانستان کې د زړه د ناروغانو په ښه توګه درملنه بولي.

په کابل کې د فرانسې سفیر جیان ميشل مارلایود په دې اړه څرګنده کړه: "د دغه روغتیايي پروګرام موخه چې موږ پیل کړې د وړتیاو لوړېدل دي. ځکه د کار په پای کې دا پروګرام د افغانانو پورې اړه لري او د افغانستان د خلکو لپاره به وي او د دغې پروګرام ټولې چارې د افغانانو لخوا ترسره کېږي".

په دغه روغتون کې د زړه ناروغۍ یو له متخصصانو څخه نجیب الله جلال زي په دې اړه وویل: "په دغې برخې کې چې ناروغان مراجعه کوي د عاجلو پېښو سربېره،یو ځل ساده چک کېږي".

یوله ناروغانو څخه چې د زړه د ناروغۍ د درملنې لپاره دغه روغتون ته یې مراجعه کړې ده وايي له دې وړاندې چې دغه روغتیايي مرکز ته مراجعه وکړي دوه ځله د درملنې لپاره له افغانستان څخه بهر ته تللی دی او ښه پایله یې هم نه ده لرلې،هغه د دغه مرکز له جوړېدو څخه په ستاینې سره وايي چې هیله لري د دغه مرکز له جوړېدو سره د هغه د درد درملنه وشي.

په کراچې ښار کې د آقا خان د روغتون مس،ولان وايي هغه کسان چې د دغه روغتون د خدماتو پیسې نه‎شي ورکولای کولای شي د دغه روغتون له خیریه برخې ګټه واخلي.

په کراچۍ کې د آقاخان روغتون د روغتیايي چوپړتیاو د څانګې مرسیتال سلیم هاشم چې د نن ورځې په مراسمو کې یې حضور درلود وویل: "لیدل کېږي چې په افغانستان کې روغتیايي خدمتونه ډېر ګران دي،خو هغه څه چې موږ کولای شو ترسره یې کړو،د هغو کسانو لپاره چې د دغه روغتون د روغتیايي چوپړتیاو د لتګښت توان نه لري،د هغوی لپاره مو خیریه خدمتونه رامنځته کړي دي".

د ماشومانو لپاره د فرانسېې روغتیايي انسټیټیوت په ۲۰۰۶ زیږدیز کال کې د افغانستان حکومت، د فرانسې حکومت ، د آقا خان د پراختیايي شبکې او د فرانسې د ځنځره یی بنسټ په همکارۍ جوړ شو چې د هغې مدیریت په کراچۍ ښار کې د آقا خان د پوهنتون په واک کې دی.

په هېواد کې د زړه د روغتیايي چوپړتیاو د ښه‎والي لپاره یو ګام،په کابل کې د ماشومانو لپاره د فرانسې

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه