Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د حامد کرزي بنسټ په کار پیل وکړ

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي نن په کابل کې د حامد کرزي د بنسټ په پرانیست غونډه کې وویل چې د دغې بنسټ فعالیت په بشپړه توګه غیر سیاسي به وي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي په دغو مراسمو کې څرګنده کړه: "دغه بنسټ په بشپړه توګه غیر سیاسي دی؛دغه بنسټ یوازې د ځوانانو د ښوونې لپاره دی.د افغانستان د خلکو درد د لوړو زده کړو د نشتون له امله دی،که چېرې نن موږ د درملنې لپاره له هېواد څخه بهر ځو،دا چې موږ پردیو ته اړتیا لرو او زموږ په ژوند کې نیمګرتیا شتون لري. لامل یې دا دی چې موږ لوړې زده کړې نه لرو".

د دغو مراسمو په اوږدو کې د ملي امنیت پخواني سلاکار رنګین دادفر سپنتا په دې اړه څرګنده کړه چې افغانستان د تېرو کلونو په اوږدو کې د لوړو زده کړو په برخو کې ښه پرمختګونه لرلي دي له هغې سره دم‎ګړۍ یو شمېر ځوانان د بې وزلۍ او لاس تنګۍ له امله له لوړو زده کړو څخه پاتې شوې دي.

سپنتا څرګنده کړه: "د دې لپاره چې وکړی شو د هېواد هغو ځوانانو ته چې عالي استعدادونه لري،خو د لوړو زده کړو لپاره امکانات نه‎لري په هر لامل سره برابر نه دي،د لوړو زده کړو زمینه برابره وو دغه بنسټ مو رامنځته کړی دی".

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د حامد کرزي د بنسټ د ملاتړ لپاره له سوداګرو او هېوادوالو څخه وغوښتل له دغه بنسټ سره مرسته وکړي.

د حامد کرزي د بنسټ موخې لاندې موردونه ښودل شوي دي:

په هېواد او له هېواد څخه بهر د ځوانانو لپاره د لوړو زده کړو د زمینې برابرول

دکلتوري او ښوونیزو چوپړتیاو برابرول

په هېواد کې د استعدادونو د ودې لپاره د ښوونیزو غونډو برابرول

د نجونو د ښوونې د پراختیا لپاره هڅې

په هېواد کې د مهمو ښوونیزو آثارو چاپ او خپرول

د ښوونې لپاره د ځوانانو هڅول

د بشپړ رپوټ د لیدو لپاره دا ځای کېکاږئ:

د حامد کرزي بنسټ په کار پیل وکړ

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي نن په کابل کې د حامد کرزي د بنسټ په پرانیست غونډه کې وویل چې د دغې

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه