د ماليې وزارت وايي په دې مالي سند کې د پراختيايي پروژو برخه د ملي لومړیتوبونو پر اساس په پام کې نیول شوې ده.
په دې خپرونه کې کوربنه زرمینه محمدي د مشرانو جرګې له غړې لیلما احمدي سره په همدې اړه غږېږي.
دویمه برخه کې د اقتصادي پرمختګونو په اړه د اقتصادي چارو کارپوه امان حیدري مېلمه ده او درېیمه برخه کې کوربنه له فرید احمدي سره غږېدلې.
هغه د موبایل پلورونکو دوکاندارانو د ټولنې مرستیال دی او د حکومت له سستې څېړنې ګیله لري.