د فراه چارواکي وایي، په دې ولایت کې د کړکېچن وضعیت د سمون په تمه له پلازمېنې تازه دمه ځواکونه را رسېدلي دي.
د فراه امنیه قومندان رحمت الله صدیقي وايي، ځواکونه را رسېدلي او په لنډو ورځو کې به جدي عملیات پیل کړي.
صدیقي وویل: «تازه قوتونه را رسېدلي دي، موږ د منظمو او قوي عملیاتو پروګرام لرو.»
د دې قومندانۍ ویاند تېره اوونۍ وویل چې د فراه په پشترود، پشتکوه او بالابلوک کې وسلهوالو مخالفینو له څو لوریو بریدونه کړي دي، چې امنیتي ځواکونو ته يې زیان اړولی دی.
بالابلوک ولسوالۍ کې د ولسوالۍ د امنیه قومندان په ګډون ګڼو ځواکونو ته تلفات واوښتل.
په فراه کې د دویمي پوځي لوا قومندان ذکریا میرزازاده وايي، طالبانو سره بهرني جنګیالي هم موجود و، خو ويې ونه ویل چې د کوم هېواد اړوند و.
هغه د ۲۹ طالبانو د وژلو او ۳۰ نورو د ټپي کېدو دعوه وکړه، او ويې ویل: «موږ ته د رارسېدلو راپورونو له مخې په دوی کې بهرني وګړي هم و.»
خو د فراه والي محمد شعیب ثابت بیا وايي طالبان له څو ولایتونو را یو ځای شوي و او نیت يې درلود چې ښار ته سقوط ورکړي، چې امنیتي ځواکونو دفاع کړې ده.
هغه زیاته کړه: «دښمنان په ډېر کمیت سره چې څو ولایتونه را ټول شوي و او غوښتل يې فراه ښار ته سقوط ورکړي، خو ور يې نه شو کړای، ځکه زموږ امنیتي او دفاعي ارګانونو په مېړانه جګړه وکړه.»
فراه کې له نږدې دوو اوونیو راهیسې د جګړې راپورونه ورکړل شوي دي، چې دواړه لوري یو بل ته د پراخو تلفاتو دعوې کوي.
فراه کې د جګړې تر څنګ د دې ولایت په مربوطاتو کې د غورځېدلې چورلکې د قربانیانو د جسدونو لانجه لا پر ځای پاتې ده.
د روانې لړم میاشتې په نهمه د فراه اړوند اناردره سیمه کې دغه چورلکه رانسکوره شوه، دې چورلکه کې چې حکومت يې د تخنیکي ستونزو له امله نسکوره شوې بولي او طالبان يې د ویشتلو دعوه کوي، د فراه د ولایتي شورا د رییس، د شورا د غړې او د ۲۰۷ظفر قول اردو د مرستیال په ګډون پکې ۲۷ تنه ووژل شول.
څو ورځې وړاندې يې کورنیو یو ځل بیا د جسدونو غوښتنه وکړه، خو طالبانو ویلي دوی پر جنرال رازق د بریدګر د جسد په بدل کې دا جسدونه سپارلی شي.
په دې اړه مو اندونه