یو شمېر افغان کډوالو په سویډن ددغه هېواد د پارلمان مخکې ته د ولسمشر محمد اشرف غني د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې چې په اروپایې هېوادونو کې یې د افغان کډوالو برخلیک په برخه کې کړي وي لاریون وکړ.
لاریون کونکو د ولسمشر غني د هوکړې په غبرګون کې چې کډوال دې افغانستان ته بېرته ستانه شي سختې نېوکې وکړې، ویل یې که د افغان چاواکو کورنۍ افغانستان ته ستنې شي نو دوي به هم بېرته افغانستان ته لاړ شي.
په سویډن کې یوه افغان کډوال وویل:"ښاغلی ولسمشره تاسو امنیت ټینګ کړئ، څه تضمین شته چې که موږ هېواد ته راشو او بیا تر غزني پورې لاړ شو نه وژل کېږو."
یوه بل افغان کډوال وویل:"کله چې دوی )دولتي چارواکي( خپلې کورنۍ هېواد ته راستنې کړي او امنیت هم ټینګ کړي، په هغه صورت کې به ټول دې ته چمتو وي چې بېرته هېواد ته راستانه شي."
ولسمشر غني آلمان ته د خپل سفر په ترڅ کې د دویچه ولې ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي و چې د هېواد پناه غوښتونکي په اروپایې هېوادونو کې لوښې مينځي؛ دغو څرګندونو په ملي شورا کې د خلکو د استازو غبرګون هم له ځانه سره درلودو.
د ولسي جرګې غړي امیر خان یار وویل:"د ولسمشر دا خبره په دې مانا ده چې وزیران یې ټول لوښې مینځل او اوسمهال پر موږ همغه کسان حکومت کوي."
د ولسي جرګې غړي صفي الله مسلم زیاته کړه:"د ولسمشر دا څرګندونې خواشینهونکې دي، حکومت د خلکو لپاره هېڅ کار نه دی کړی، امنیت نشته، اقتصاد د خراب دی او بېکاري هم زیاته شوي ده، نو خلک د کومې هیلې لپاره هېواد ته راشي؟"
هېواد کې د نا امنیو زیاتېدو سره نږدې ۱۵۰ زره افغانان اروپایې هېوادونو ته لاړل او د افغان چارواکو په وینا چې له دغه ۱۵۰ زره کسانو له ډلې ډېرو یې آلمان کې د اوسېدو غوښتنه کړي ده.
په دې اړه مو اندونه