د ۲۱۵ میوند قول اردو نن شنبې (د لیندۍ په ۱۶ مه) په هلمند کې د طالبانو له یوه زندانه د ۱۱ ولسي وګړو له ازاېدو خبر ورکړ.
د دغې قول اردو د رسنیو دفتر په یوې خبرپاڼه کې راغلي چې د تېرې شپې (جمعې) د عملیاتو په لړ کې د کومانډو د اوم کنډک ځواکونو په سنګین ولسوالۍ کې ۱۱ ولسي وګړي د طالبانو له بنده ازاد کړل.
خبرپاڼه کې همدارنګه راغلي چې د دغو عملیاتو په لړ کې ملکیانو ته زیان نه دی رسېدلی.
د ۲۱۵ میوند قول اردو د هملند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې د عملیاتو په اړه نور جزییات وړاندې نه کړل.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.