Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د زندان د میلو له شا راتلوونکي ته کتنه

د ډېریو لپاره بندخونې یوازې د هغه ځای په توګه پېژندل کېږي چې مجرمان باید هلته د خپل بند موده تېره کړي. خو دلته داسې بندیان هم شتون لري چې په دې موده کې په نورو انسانانو بدلیږي او په بندخونه کې د تېر پر پرېښودو او راتلوونکي د بدلون په همله پرېکړه کوي.

په تازه ګۍ سره د بندخونو د چارو د تنظیم ادارې د «د بندیانو د سواد او حرفه يي مهارتونو د کچې معلومولو» ترنامه لاندې پروګرام پيل کړی دی چې د دغه پروګرام په پوښښ کې بندیانو ته حرفه يي روزنه او همدارنګه د لیک لوست روزنه هم ورکول کېږي.

د طلوع نیوز خبریال تمیم حمید، د کابل په ختیځ کې د څرخي پله زندان ته تللی او له ځينو هغو بندیانو سره یې خبرې کړې دي. چې په څو وروستیو کلونو کې لیک لوست او د ځينو کسبونو روزنې ته مخه کړې ده.
 
له دې فکر نه پرته چې پنځه کاله وړاندې برخلیک له څه ډول لوبې سره مخ کړ، د څرخي پله د زندان په دې برخه کې په خیاطۍ کې کار کوي.

د مني ورځو یوه غرمه ده چې په دغې کارخونې کې کابو ۴۰ بندیان پر خیاطۍ بوخت دي.

د کندهار اوسېدونکی ۲۷ کلن پاینده محمد وایي چې د کورنۍ ټول غړي یې خیاطان دي؛ خو پنځه کاله وړاندې له یوې جنایي پېښې وروسته چې دی یې د تير وخت یوه تېروتنه یې بولي؛ ونیول شو او په لس کاله زندان محکوم شو.

هغه زیاتوي:«څوک چې دلته زندان ته ولوېږي، خامخا به بدو کارونو ته مخه کوي. خو که چېرې هغه دلته یو کسب زده کړي او سبا چې بېرته خپل مور او پلار ته ستون شتي، مور او پلار یې هم خوشحاله کېږي، اولادونه یې هم خوشحاله کېږي او په خپله هم کولای شي یوه هټۍ جوړه کړي.»

دی وایي چې په زندان کې ورسره د شاوخوا کسانو ښه چلند د راتلونکې په تړاو هیله من کړی دی؛ که څه هم په خپل یوازیني زوی پسې یې چې د ده د نیول کېدو پر مهال دوه کلن و؛ تل خپه وي.

‌پاینده‌ محمد زیاتوي:«اوس له ما سره په ټلېفون کې خبرې کوي او ماته وايي چې پلاره ما ته هم کالي وګنډه.»

زنداني کېدل د ځینو لپاره د بې لارې کېدو او د جنایتکارانو له ډلې سره د یو ځای کېدو په معنا دي. خو  عبدالاحد چې د قتل یوه پېښه یې زندان ته د لوېدو لامل شوه؛ د زندان په اته کلنې موده کې د ځینو کسبونو پر زده کولو سره بېره لیکل او لوست هم زده کړي دي.

د څرخي پله زنداني عبدالاحمد وویل:«له زندان څخه بهر مې درس نه و لوستی. همدلته مې لږ لږ ولوست او زده مې کړل. په بهر کې مې حتا «الف - ب» نه و زده.»
 
پنځه ویشت کلن سخي د قتل په تور په یوولس کاله زندان محکوم شوی دی.

د یوولسو کلونو اته کاله یې تېر کړي دي او په دې موده کې دا ځوان توانېدلی چې د حلبي سازۍ مهارت زده کړي.

د څرخي پله بل زنداني سخي څرګندوي:«غواړم چې دغه مسلک له زندان څخه بهر هم مخته یوسم. ښه مسلک دی. ترې لاسته راوړنه لرم او کېدای شي له همدې لارې خرڅ پیدا کړم.»

شاوخوا لس ورځې کېږي چې د زندانونو د تنظیم د چارو ادارې د بندیانو د سواد او حرفه يي مهارتونو د کچې د تثبیت په نوم یو پروګرام پېل کړی دی. د دغه پروګرام په لړ کې به په ټول هېواد کې ګڼو بندیانو ته بېلابېلې زده کړې ورکړل شي.

د زندانونو د چارو د تنظیم د ادارې ویاند فرهاد بایاني وویل:«له دغو روزنیزو دورو له فراغت او د سند له ترلاسه کولو وروسته، کولای شي زموږ په صنعتي برخو کې په کار کې شامل شي او عاید ترلاسه کړي.»

وايي چې په فقس کې بندي مرغان الوتل یو ډول ناروغي بولي، خو د دغو څو بندیانو کیسې ښيي چې په بند کې هم هغه ډول چې وغواړو ژوند کولای شو او د خوشي کېدو د شپو ورځو لپاره؛ پروګرامونه او د الوت لارې چارې زده کولای شو.

شریک یي کړئ