Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغان دولت د پاسپورت اخیستو لپاره د آنلاین نوم لیکنې طرحه رسماً پرانیسته

د ملي یووالي حکومت اجرايي رئیس عبدالله عبدالله نن رسماً د پاسپورت اخیستو لپاره د آنلاین نوم لیکنې طرحه یې د هېواد د پاسپورت په ریاست کې افتتاح کړه.له دغه کار څخه موخه،د پاسپورت اخیستو په بهیر کې چټکتیا ښودل شوې ده.

عبدالله عبدالله د آنلاین نوم‎لیکنې د اهمیت په اړه وویل: "له ښې حکومتوالۍ څخه موخه په کار کې هم چټکتیا،د اداري فساد له منځه وړل او د د خدمتونو په وړاندې کولو کې د هېوادوالو قناعت او رضایت حاصلول دي".

په همدې حال کې د پاسپورت ریاست رئیس سید عمر صبور د دغې خپرونې ګټو ته په اشارې سره وویل د دغه سیستم په رامنځته کېدو سره د پاسپورت د ترلاسه کوونکو غوښتن لیکونه، د پیسو ورکړه او د پاسپورت غوښتونکي آدرس ته د پاسپورت لېږد آسانتیا رامنځته کېږي.

ښاغلي صبور په دې اړه زیاته کړه:"د هغه سیستم پر بنسټ چې دلته ځای پر ځای شوی دی،د نړیوالو سټنډرډونو پر بنسټ چې باید چټک پست،کله چې موږ پاسپورټ چاپ کړو،د غوښتونکي پتې ته یې ورسوي".

تر اوسه د هېواد وګړو ته ۹۰۰ زره کمپیوتري پاسپورتونه وېشل شوي دي او ټاکل شوې چې د شنبې له ورځې راهیسې په ورکول شویو پتو د پاسپورتونو د لېږد چاره هم پیل شي.

د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي په دې اړه روښانه کړه: "حتا دغه ډېجيتلي بڼه چې ورکوي شاید په سیمه کې غوره وي او موږ به ځان له نړیوالې کچې سره یو شان کړو چې افغان وګړي له افغانستان څخه بهر وکولای شي له هغو پاسپورټونو سره چې واجد شرایط دي چې اوسني شرایط حکم کوي.موږ چې په درېیمې نړۍ کې ژوند کو باید له دې لړلۍ څخه بهر شو".

دا په داسې حال کې ده چې ډېری هېوادوال انټڼرنېت ته لاسرسی نه لري او ځینې نور له کمپیوټر او انټرنېت سره آشنايي نه لري، له دې سره سره دا سیستم هغو کسانو ته چې انټرنېت ته لاسرسی لري آسانتیا رامنځته کوي.

د ملي یووالي حکومت اجرايي رئیس عبدالله عبدالله نن رسماً د پاسپورت اخیستو لپاره د آنلاین نوم لیکنې

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه