د دغې ډلې مشر ملاعبیدالله هُنر وايي چې د ملااخترمحمدمنصور ډله د پاکستان د استخباراتو له خوا تمویلېږي، له همدې امله د هغه طالبانو هغه د مشر په توګه نه مني.
ملاعبیدالله هنر څرګنده کړه: "زما او ستا قاضي او محکمه په پټه توګه په پېښور کې دي. زه داشان قاضي او محکمه نه منم. هغوی نه شي کولای زموږ امیر وټاکي".
د دغې ډلې مشر وايي ملامنصور او پلویان یې د پاکستان د استخباراتو لخوا تمویلېږي، له همدې امله طالبان له دې وروسته د هغوی پرخلاف جنګېږي.
د طالبانو دغه نوي قومندان زیاته کړه: "زه د پاکستان غلام نه کېږي او نه پرېږدم چې زما قوم د پاکستان غلام شي. زه هغه طالب نه منم چې د پاکستان له خوا یې ملاتړ کېږي او نه هم هغه امیر چې له اسلام آباد څخه حکم اخلي".
د ملامحمدعمر له مړینې څخه وروسته، ملامنصور د هغه د ځای ناستي په توګه اعلان شو، خو دا کار د طالبانو په ډله کې له ډېرو مخالفتونو سره مخامخ شو، اوس د طالبانو دغې نوې ډلې ملاعبیدالله هنر د خپل مشر په توګه ټاکلی او له هغه څخه یې بیعت کړی دی.
د بشپړ رپوټ د لیدو لپاره دا ځای کېکاږئ:
په دې اړه مو اندونه