د قطر د فوټبال ملي لوبډلې د جمعې په ورځ (د سلواغې په ۱۲ مه نېټه) د درې پر یوه ګول سره سیالۍ لوبډلې جاپان ته ماتې ورکړه او د اسیا ملتونو جام سیالیو اتلولي یې خپله کړه.
دا لومړی ځل دی چې قطر په دغو سیالیو کې اتلولي خپله وي.
المعزعلي، عبدالعزیز حاتم او اکرم عفیف د قطر لپاره خپل ګولونه ترسره کړل او د جاپان لپاره یوازینی ګول تاکومي مینامینو ترسره کړ.
په دغو سیالیو کې المعز علي له هغه ګول سره چې د جاپان دروازه یې پرانسته د علي دايي ریکارډ چې له دې مخکې د دغو سیالیو په تاریخ کې تر ټولو غوره ګول وهوونکی وو مات کړ.
علي په دغه جام کې نهه او تر ده وړاندې په ۱۹۹۶ کال کې علي دايي ۸ ګولونه وهلي وو د هغه ریکارډ مات کړ.
په دغو سیالیو کې جاپان د توپ مالکیت ډېر درلود او د هغوی د ۱۲ وهل شویو شوټونو نه یوازې یو یې په ګول بدل شو.
قطر په لومړنۍ نیمه کې دوه ګولونه ووهل او د لوبې تر ۶۹ دقیقې داسې ښکارېده چې تر اتلولۍ کوم واټن نه دی پاتې، خو د جاپان لوبډلې مینامینو په دغې دقیقه کې ګل ترسره او لوبه یې جالبه کړه.