بغلان کې یوه امنیتي سرچینه د نوم نه ښودلو سره وايي د دې ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې له طالبانو سره په نښته کې ۱۰ پولیس سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی دی.
یاده سرچینه وايي پېښه تېره شپه(دوشنبې د سلواغې په ۱۵مه نېټه) د مرکزي بغلان په حسن تال کلي کې شوې او په ترڅ کې یې پنځه تنه نور ټپیان دي.
د سرچینې په وینا په وژل شویو سرتېرو کې د سیمهییزو پولیسو یو قومندان هم شامل دی.
په همدې حال کې د بغلان امنیه قومندانۍ د پولیسو پر پوستو برید تاییدوي، خو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه وايي.
طالبانو د برید مسوولیت منلی.