د ولسمشرۍ ماڼۍ خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني نن(پنجشنبې د وري په ۲۲مه نېټه) سېلاب ځپلو سره د لیدنې په موخه فاریاب ولایت ته ولاړ.
خبرپاڼه کې راغلي دي چې ولسمشر غني فاریاب کې د وروستیو سېلابونو له کبله د زیانمنو شویو کسانو ترڅنګ د دې ولایت د سیمه ییز چارواکو سره هم لیدنه ولری.
ټاکل شوې ولسمشر غني فاریاب ته د خپل سفر په ترڅ کې د ټولګټو پروژو د پرانېستې ترڅنګ، د فاریاب ولایت د خلکو له بېلابېلو اقشارو سره جلا کتنې هم ولري.
ولسمشر به فاریاب کي د میمني فرهنگي مرکز، د اوبو رسولو شبکې او د ابو حنیفه جامع جومات ډبرې کېږي، تر څنګ به یې په یاد ولایت کې د نسايي ولادي روغتون ودانۍ هم پرانیزي.