Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې وروستیو سېلابونو د ۹۰ تنو ژوند اخیستی

د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې د وروستیو سېلابونو د راتلو له امله ۹۰ تنه مړه شوي او ۵۴ تنه نور ټپيان دي.

د سیمه‌ییزو چارواکو په وینا، دغو سېلابونو د ځاني زیانونو سربېره مالي زیانونه هم اړولي دي چې ۱۰۷۸۹ څاروي، ۲۱۳۴ کورونه، ۲۲۹۱۰ جریبه کرنیزه ځمکه، ۲۷ عامه المنفعه ودانۍ، لسګونه متره استنادي دېوال او ۲۵۹۷ کانالونه هم له‌منځه وړي دي.

کندهار، زابل، روزګان، هلمند، فراه، بادغیس، هرات، غور، پکتیا، غزني، سمنګان، ننګرهار، لغمان، نیمروز او سرپل هغه ولایتونه دي چې وروستیو سېلابونو خلکو ته په کې ځاني او مالي زیانونه اړولي.

نیمروز کې طبیعي پېښو ته د رسېدنې ادارې رییس محمد قسيم محمد وايي:«کابو تر ۵۰ څاروي له‌منځه تللي او دغه رقم تر ۶۰ پورې کورونه ویجاړ شوي او دوه تنه شهیدان هم لرو.»

د سمنګان د والي ویاند عبدالله هوتک وايي:«په خلم ولسوالۍ کې یې ۱۲۰ جریبه کرینه ځمکه تخریب او ۱۵۰ مټره سربند یې ړنګ کړی دی.»

د لغمان د اطلاعاتو او کلتور رییس عبدالنور رسولي هم وویل:«زموږ دوه تنه هېوادوال شهیدان شوي او ۵ تنه نور ټپیان دي.»

ورته مهال چارواکي وايي چې هوايي ځواکونو د هېواد سوېلي سیمو کې په سېلابونو کې لسګونه بند پاتې کسان ژغورلي دي.

کندهار کې د ۲۰۵ البدر قول اردو ویاند نذیر شکېب په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«اووه کسه هېوادوال چې د اوبو په منځ کې بند پاتې وو، د الوتکو په مټ سره یې ژغورلي دي او همدا راز هغه اووه کلي اوبه پرې راروانې وې له هغو کلیو څخه یې د اوبو مخه اړولې ده.»

ځينې سېلاب‌ځپلي شکایت کوي چې سېلابونو د ځاني زیانونو سربېره درانه مالي زیانونه ور اړولي؛ خو تراوسه هېڅ بنسټ ورسره مرسته نه‌ده کړې.

هلمند کې زیانمن شېراحمد وايي:«دومره شی نشته چې حیوانان یې وخوري، دغو ږلیو ان واښه یې خراب کړي دغو ږلیو ډېر زیانونه اړولي دي.»

په پکتیا کې له سېلابه زيانمن محمد شکیل هم وویل:«زه خپله وس نه‌لرم له دولت څخه زموږ غوښتنه دا ده چې له موږ سره کومک او همکاري وکړي.»

په کندهار کې له سېلابه زيانمن عبدالغفور هم څرګندوي:«غوښتنه مو دا ده چې دغه دېوالونه را جوړ کړي. تراوسه نه چا پوښتنه کړې او نه یې مرسته کړې ده.»

وروستیو سېلابونو کې څه هم درانه مالي او ځاني زيانونه له ځان سره لرل؛ خو له اوږدې وچکالۍ وروسته يې د هېواد ګوټ ګوټ کې د اوبو زیرمې ډکې کړې او د يوه اباد کال لپاره یې د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي.

.د سیمه‌ییزو چارواکو په وینا، دغو سېلابونو د ځاني زیانونو سربېره زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه، استوګنیز کورونه، څاروي، کانالونه او استنادي دېوالونه هم ویجاړ کړي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه