د مصالحې مشرتابه شورا، د دویم ځل لپاره د دوحې په غونډه کې د ګډون کوونکي پلاوي د غړو د شمېر او واکونو او همدارنګه د حکومت مرکچي پلاوي د تعیین په اعلان کې ځنډ وکړ.
د پخلاینې مشرتابه شورا ویاند محمد عمر داوود زی وايي چې د دغې شورا د غړو ترمنځ د نظر اختلاف د دغه ځنډ لامل شو.
ټاګل شوې وه چې د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ د قطر په غونډه کې د ګډونکي کوونکي پلاوي واکونه او د غړو شمېر او همدارنګه له طالبانو سره د افغان حکومت مرکچي پلاوی د مصالحې مشرتابه شورا له خوا اعلان شي، خو نن (شنبې) ته وځنډېده.
داوودزی وايي چې ډېر ژر به د دغه پلاوي غړي روښانه شي او د دوحې غونډې د ترسراوي ځنډ ته به هېڅ لامل پاتې نه شي.
د سولې د عالي شورا د دارلانشا رییس محمد عمر داوودزی وايي:«دا چې په کوم تعداد به د دوحې غونډې ته ولاړ شي، یو له اختلافي موردونو څخه دی. د پخلاینې مشرتابه شورا د چهارشنبې په غونډه کې، ځينې په دې باور وو چې دغې غونډې ته دې کم کسان ورشي.»
سرچینې زیاتوي چې که د پلاوي د غړو په تړاو هوکړه رامنځته نهشي؛ افغان سیاستوال به د مسکو د غونډې په څېر د دوحې په غونډه کې د حکومت له استازو پرته ګډون وکړي.
د ولسي جرګې د شپاړسمې دورې غړی داوود کلکاني څرګندوي:«پرېکړه دا ده چې ټول یوځای ولاړ شي. شونې ده چې حکومت ګډون ونه کړي، طبعاً چې د مسکو د مذاکراتو دوام به په قطر کې وي.»
ټاکل شوې ده چې له طالبانو سره د افغان سیاستوالو او د حکومت د استازو غونډه تر یوې اوونۍ کمې مودې پورې په دوحه کې جوړه شي .